ایوا د ټاکنو د رڼوالی هینداره

مونږ سره اړیکه

وروستی خبرونه

مونږ سره اړیکه

په سیمه ییز ډول د ټاکنو ترسره کولو په اړه د (ایټوا) تحلیلي لید لوری

څرنګه چې په یوه ورځ کې د ټول ټاکنو ترسره کول امنیتي وړتیا، ټرانسپورټي اسانتیاوې او د ټاکنیزو ادارو لوړ ظرفیت ته اړتیا لري نو په دغه برخه کې د وړتیاؤ او اسانتیاؤ نشتوالی په یوه ټولنه کې د ټاکنو پروسه له ننګونو سره مخامخوي. افغانستان هغه هېواد دی چې د ټاکنو په برخه کې له سختو امنیتي فشارونو او د اسانتیاؤ له کمښت سره لاس او ګریوان دی. همدغه مساله د دې لامل شوې چې د هېواد سیاستوال د احتمالي ننګونو د مقابلې لپاره په ‌‌سیمه ییز ډول د ټاکنو ترسره کول د يوې حل لارې په توګه یادوي. د دې لپاره چې په ‌ذونیز ډول د ټاکنو د تدویرولو پایلې د هېواد د ښکاره شرایطو په رڼا کې وپیژنو او د هغې د غوره مدیریت په موخه لازم ګامونه پورته شي، د افغانستان د ټاکنو او رونټیا څار بنسټ (ETWA) په دې اړوند خپل تحلیلي لید لوری داسې وړاندې کوي. په دغه شننه کې به لومړۍ په ‌سیمه ییز ډول د ټاکنو د تدویرولو حقوقي چوکاټ، په دویم پړاو کې د دغه شان ټاکنو پیژندګلوي او ګټې، بیا په هېواد کې په ‌ذونی توګه د ټاکنو د ترسره کولو لپاره د شته وړتیا او له هغې وروسته بیا په سیمه ییز ډول د ټاکنو په لاره اچولو پایلې معلومي کړو او په پاې کې به هغه وړاندیزونه چې کولای شي په دې اړوند مثبت نتایج له ځان سره ولري او منفې پایلې راکمې کړې، هم وړاندې شي.

۱.  په سیمه ییز ډول د ټاکنو ترسره کولو لپاره حقوقي چوکاټ:

سره له دې چې د افغانستان په اساسي قانون کې په ‌‌زوني ډول د ټاکنو ترسره کول په څرګنده توګه نه دې ذکر شوې خو بیا د اساسی قانون د (83) مې مادې څلورم بند پر هغو تدابیرو ټینګار کوي چې د عامو خلکو عمومي او عادلانه استازیتوب په کې خوندې شي. په ظاهره توګه د اساسي قانون همدغه حکم دی چې له مخې یې د ټاکنو قانون (104) مې مادې (4) مه فقره کې راغلي که چېرې د نا مناسب امنیتي وضعیت او د طبعیې پیښو له کبله په ېوې یا څو ټاکنیزو حوزو کې د عمومي او عادلانه استازیتوب تامینول نا شونې شي نو په دې صورت کې یوې ځانګړې کمیټې ته واک ورکول کېږي چې د ټاکنو کمیسیون په وړاندیز په هغه ټاکنیزه حوزه کې د حالت د ښه کیدا پورې ټاکنې وځنډوې. د اساسي قانون د (83) مې مادې د څلورم بند نه داسې تفسیر کولای شو چې د هېواد اساسي قانون په سیمه ییز ډول د ټاکنو تدیرول یوازې او یوازې د عمومي او عادلانه استازیتوب د تامینولو په شرط منلې دي. همدا رانګه په ټاکنو کې لکه د ازادوالي، عمومي والي، پټوالي (سرې) او مستقیم والي د اصولو رعایتول  چې د اساسي قانون د (83) مې مادې په لومړي بند کې پرې ټینګار شوې هم په سیمه ییزه توګه د ټاکنو ترسره کولو یو قانوني شرط  وشمېرل شي.

د پارلمان څخه د کتنې اونیز رپوټ 1396 کال – د غبرګولي 13- 18

ولسي جرګه د کابل لاریون د تاوتریخوالو د څیړلو په موخه پلاوی ټاکي

د ولسي جرګې د نن ورځې عمومي غونډه د تیرې چهار شنبې او جمعې ورځو د پیښو څرنګوالي ته ځانګړې شوې وه؛ وکیلانو وویل، دواړه پیښې خونړۍ دي، باید د څیړلو له ‌پاره یې یو پلاوی وټاکل شي.   د ولسي جرګې غړي اقبال صافي وویل، د ولسي جرګې پلاوی باید د چهار شنبې ورځې د خونړۍ پیښې د څرنګوالي په اړه د امنیتي چارواکو ځوابونه ترلاسه کړي او د دې ترڅنګ دا پلاوی د جمعې د ورځې د لاریون موضوع هم وڅیړي. صافی وايي، په لومړي سر کې لاریون سوله ییز، روا غوښتنې او نیوکې یې درلودې خو له څو ساعتونو وروسته د ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر پخوانۍ ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود او د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح چې په دولت کې مهمه دنده لري؛ لاریون کوونکي د خپلو شخصي موخو له ‌پاره  له اصلي لارې تاوتریخوالي ته راوګرځول. نوموړي وویل، د ولسي جرګې پلاوی باید دیادو کسانو او په لاریون کې له دواړو لوریو ډزې کوونکي  کسانو پیداکړي او ملامت کسان عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپیژني. د ولسي جرګې بل غړی حاجي الماس زاهد وویل، د چهار شنبې  ورځی پیښه ډېره ستره او خونړۍ وه، خو د جمعې د ورځې پیښه ځکه ډېره مهمه ده؛ چې له لاریون څخه څو تنو سیاستوالو د خپلو ګټو په پار استفاده وکړله. الماس زاهد وايي، د ولسي جرګې پلاوی باید دا موضوع په جدي توګه وڅیړي. نوموړي وویل، هغو کسانو چې د عامو خلکو له پاکو احساساتو ناوړه استفاده کړې او د لاریون پرمهال د دواړو لورو ډزې کوونکي دې تشخیص او عدلي قضايي بنسټونو ته وسپارلی شي. د ولسي جرګې په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د چهار شنبې او جمعې ورځو د پیښو په اړه دې  ژوره څیړنه وشي او ولسي جرګه  باید حکومت ته یوه هر اړخیزه طرحه وړاندې کړي  او دا چې د ناامنیو د کابو کولو په اړه باید څه وشې د یک شنبې په ورځ دی هم د ولسي جرګې په ځانګړې عمومي غونډه کې یو ځل بیا په دې اړه د وکیلانو نظرونه واورېدل شي.

خبر پاڼه

پنجشنبی 01/04/1396

د راتلونکو ټاکنو د اعلانولو په اړه د افغانستان د ټاکنو او رونټیا څار بنسټ هرکلی

د افغانستان د ټاکنو او روڼتیا څار بنسټ (ایټوا) د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا د راتلونکو پارلماني ټاکنو د نیټې اعلانولو څخه هرکلی کوي. (ایټوا) باوري ده چې د راتلونکو ټاکنو نیټه باید داسې په پام کې ونیول شي تر څو د رڼو ټاکنو ترسره کولو لپاره ټول اړین اصلاحات رامنځته شي او ټاکنې په غوره توګه پرته له کوم درغلیو څخه دایرې شي.  (ایټوا) د ټاکنو کمیسیون څخه غواړي تر څو د راتلونکو ټاکنو د چمتوالي په لړ کې د ټاکنیز بهیر پر (شفافیت او ټولوالي) هڅه وکړي او پر ټاکنو د خلکو باور بیرته را ژوندی کړي. (ایټوا) همدا راز د نړیوالې ټولنې څخه غوښتونکې ده چې د مدني ټولنو د نظارتي ونډې څخه د ملاتړ له لارې د افغانستان د ځوانې ولسواکۍ د پیاوړتیا په برخه کې خپله ونډه ترسره کړي.

مونږ سره اړیکه


‌‌پته


کارته 3 ، سرک بطرف راست ، ای اج ار سی ، خانه نمبر #257 ، کابل ، افغانستان
ګرځنده : 0093706706720
تلیفون : 0093788952511

CopyRight © in 2015 by Hsoft- Technology