ازموینه خبرونه

جون 9, 2017

د ولسي جرګې د نن ورځې عمومي غونډه د تیرې چهار شنبې او جمعې ورځو د پیښو څرنګوالي ته ځانګړې شوې وه؛ وکیلانو وویل، دواړه پیښې خونړۍ دي، باید د څیړلو له ‌پاره یې یو پلاوی وټاکل شي.   د ولسي جرګې غړي اقبال صافي وویل، د ولسي جرګې پلاوی باید د چهار شنبې ورځې د خونړۍ پیښې د څرنګوالي په اړه د امنیتي چارواکو ځوابونه ترلاسه کړي او د دې ترڅنګ دا پلاوی د جمعې د ورځې د لاریون موضوع هم وڅیړي. صافی وايي، په لومړي سر کې لاریون سوله ییز، روا غوښتنې او نیوکې یې درلودې خو له څو ساعتونو وروسته د ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر پخوانۍ ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود او د ملي امنیت پخوانی رییس امرالله صالح چې په دولت کې مهمه دنده لري؛ لاریون کوونکي د خپلو شخصي موخو له ‌پاره  له اصلي لارې تاوتریخوالي ته راوګرځول. نوموړي وویل، د ولسي جرګې پلاوی باید دیادو کسانو او په لاریون کې له دواړو لوریو ډزې کوونکي  کسانو پیداکړي او ملامت کسان عدلي او قضایي ارګانونو ته وروپیژني. د ولسي جرګې بل غړی حاجي الماس زاهد وویل، د چهار شنبې  ورځی پیښه ډېره ستره او خونړۍ وه، خو د جمعې د ورځې پیښه ځکه ډېره مهمه ده؛ چې له لاریون څخه څو تنو سیاستوالو د خپلو ګټو په پار استفاده وکړله. الماس زاهد وايي، د ولسي جرګې پلاوی باید دا موضوع په جدي توګه وڅیړي. نوموړي وویل، هغو کسانو چې د عامو خلکو له پاکو احساساتو ناوړه استفاده کړې او د لاریون پرمهال د دواړو لورو ډزې کوونکي دې تشخیص او عدلي قضايي بنسټونو ته وسپارلی شي. د ولسي جرګې په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د چهار شنبې او جمعې ورځو د پیښو په اړه دې  ژوره څیړنه وشي او ولسي جرګه  باید حکومت ته یوه هر اړخیزه طرحه وړاندې کړي  او دا چې د ناامنیو د کابو کولو په اړه باید څه وشې د یک شنبې په ورځ دی هم د ولسي جرګې په ځانګړې عمومي غونډه کې یو ځل بیا په دې اړه د وکیلانو نظرونه واورېدل شي.

ایټوا

کارته 3 ، سرک بطرف راست ، ای اج ار سی ، خانه نمبر #257 ، کابل ، افغانستان

ګرځنده: +93 70 670 6720

تلیفون: +93 788 95 25 11

   

جستجو

د انځورونو ګالري